International Journal of Advanced Academic Studies
  • Printed Journal
  • Refereed Journal
  • Peer Reviewed Journal

2022, Vol. 4, Issue 2, Part C

د پښتو لرغونو ادبياتو محتوايي فورمونه


Author(s): پوهاند دوکتور محمداسمعیل یون

Abstract: پښتو لرغوني ادبيات، چې د امير کروړ له شعر (۱۳۹ هـ ق) کال څخه پيلېږي او بيا تر شيخ محمد صالح الکوزي (۱۰۰۰ هـ. ق کال) پورې رسېږي، نږدې (۹۰۰) شاوخوا کلونه زماني واټن په خپله لمن کې رانغاړي. په دې ټوله اوږده موده کې د (۲۸) شاعرانو ټول (۳۳) ټوټې شعرونه په لاس کې لرو او يوه هم د سليمان ماکو له تذکرة الاوليا څخه د هغه نثري بېلګه. دا ټول ياد شعرونه د شکل له پلوه په بېلابېلو فورمونو کې ويل شوي دي، چې د پښتو خاص ملي فورمونه هم په کې شامل دي او د قصيدې، رباعي، غزل او مثنوي په شان فورمونه، چې په عربي ادبياتو کې باب وو، ورسته پارسي ته هم راغلي او بيا پښتو ته هم، په پښتو لرغونو ادبياتو کې دود وو. موږ دلته پر شکلي صنفونو بحث نه کړو، زموږ د بحث موضوع په همدې لرغوني دوره کې معنوي يا محتوايي فورمونه دي، په دې ليکنه کې غواړو پر همدې موضوع بحث وکړو:
معنوي يا محتوايي فورمونه په مانا او محتوا پورې اړه لري، په شکل پورې ډېر تړلي نه دي. په اکثرو صنفونو کې کېدی شي ورته مانا انتقال شي او د يوه معنوي فورم بڼه خپله کړه. البته کېدی شي فورم هم د ځينو لويو تفصيلي محتواوو په لېږد کې خپل رول ولري، خو واړه فورمونه د لنډې مانا او اوږده فورمونه د اوږدې مانا د لېږد لپاره کارول کېږي د ساري په توګه په يوه قطعه يا رباعي کې موږ نه شو کولای يوه اوږده تراژيکه او يا بله لويه پېښه بيان کړو، خو غزل، قصيده او مثنوي بيا د منځنيو او اوږدو پېښو يا غميزو د بيان لپاره په نسبي ډول ښې وسيلې دي، په تېره بيا مثنوي فورم چې شاعر يا ناظم په کې ډېر ازاد لاس لري. د دنيا لوی او اوږده داستانونه چې په منظومو فورمونو کې راغلي اکثره يې په مثنوي فورم کې ويل شوي دي. د ارسطو له خوا دا ادبياتو د عمومي ډلبندۍ ترڅنګ چې د ادبياتو محتوا يې ((پر غنايي، حماسي او ډراماتيکو برخو وېشلې وه))(۱) اوس هم دا نظريه د ادبياتو د مجموعي محتوا د ډلبندۍ له پلوه د تائيد او پاموړ برېښي، نورو ادبپوهانو هم ځينې محتوايي فورمونو ته اشاره کړې چې له هغې جملې څخه وياړنه، ويرنه، ستاينه، حبسيه، خمريه (ساقينامه) او ځينې نور فورمونه دي. په پښتو کې اکثره دا ډول معنوي فورمونه شته، خو دلته موږ غواړو يوازې پر هغو محتوايي فورمونو لنډه رڼا واچوو چې په پښتو لرغونو ادبياتو کې يې څرګندې بېلګې تر موږه رارسېدلي دي. په دې فورمونو کې وياړنه، ويرنه، ستاينه، خمريه يا ساقينامه او حکايت شامل دي. دلته غواړو په ترتيب سره پر دې ډول ډول معنوي فورمونو رڼا واچوو.


DOI: 10.33545/27068919.2022.v4.i2c.803

Pages: 175-180 | Views: 795 | Downloads: 389

Download Full Article: Click Here
How to cite this article:
پوهاند دوکتور محمداسمعیل یون. د پښتو لرغونو ادبياتو محتوايي فورمونه. Int J Adv Acad Stud 2022;4(2):175-180. DOI: 10.33545/27068919.2022.v4.i2c.803
International Journal of Advanced Academic Studies
Call for book chapter
Journals List Click Here Research Journals Research Journals